صالح: د پښتونو قامي‌ جرګې کې د ښځو شتون د پښتنو په اړه وړاندې شوی روایت بدل کړ

د وروستي جمهوریت د ولسمشر مرستیال وایي، چې د پښتنو جرګه کې د ښځو شتون د پښتنو په اړه وړاندې شوی روایت بدل کړی دی. هغه وايي: «د طالبانو پروژه له ډېر پخوا څخه افغان ولس او نړۍ ته د پښتنو د یو واقعیت په توګه وړاندې شوې ده. پي ټي اېم دغه غلط تصور ړنګ او له منځه یوړ.»

امر الله صالح د جمعې په ورځ د پښتنو قامي جرګې په اړه لیکلي، چې پي ټي ایم یو بدیل پښتون حقیقت وړاندې کړ، چیرې چې یو پیژندل شوی مفتي له ښځو سره په لویه جرګه کې ناست دی. «دا په دې مانا ده چې پي ټي ایم د شریعت هغه انځور ته انساني بڼه ورکړې چې د هبت الله ډلې د فهم څخه بهر دی.»

د پښتونو د عدالت غوښتنې دا لویه جرګه د افغانستان ټولو توکمونو ته هم دا پیغام ورکوي چې «پاڅیږئ، طالب له منځه یوسئ، وې شړئ، ښځې مو راژوندی کړئ او غږ مو پورته کړئ. دغه پیغام وایي، چې قبایلي سیمه د ځنګله یوه لرې پرته سیمه نه ده لکه څنګه چې تاسو ته د لسیزو راهیسې ویل کیږي. موږ متمدن او سوله غوښتونکي یوو. له موږ مه وېرېږئ. زموږ ملاټړ وکړئ.»

صالح وایي: «د پښتونو قامي لویه جرګه کې سمبولیزم هم د ستاینې وړ دی. دلته د تورې ننداره نشته، د وینو تویولو او وژلو شعار نشته، وي ای پي فرهنګ نشته، دلته د درناوي او احترام او منلو رښتیني فضا شته او دا د طالبانو کلتور ته ستر «نه» ویل دي.