منظور پښتین: د پاکستان د پوځیانو مرکزونو کې اوس هم ترهګر او قاتلان ساتل کیږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان ددفاع او اطلاعاتو وزیرانو تورونو ته په ځواب کې وویل، چې پر دوی یو لګول شوی تور هم نه دی ثابت شوی.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف ددغه هېواد له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې پي ټي اېم له وسله والو ډلو سره په اړیکو تورن کړ او پر دغه غورځنګ لګیدلي بندیزونه یې تایید کړل.

منظور پشتین وايي، دوی د نړۍ له هیڅ حکومت او ادارې نه مرستې نه دي تر لاسه کړې او نه یې داسې هڅه کړې، بلکې د پښتنو په چندو خپلې سوله ییزې هڅې کوي.

پښتین د خواجه اصف د خبرو په ځواب کې وویل: « له موږ سره داسې ثبوتونه دي، چې پوځ د پښتنو په سیمو کې د جګړې تودولو لپاره له بهره په میلیاردونو ډالره اخستي او په دې جګړه کې پښتانه برباد شوي دي».

هغه زیاته کړه چې دی نن هم حکومت او پوځ ننګوي، چې د پوځیانو په مرکزونو کې اوس هم ګڼ شمېر ترهګر، وژونکي او د خلکو او پولیسو قاتلان ساتل کیږي.

پشتین وايي، دی حاضر دی چې له پښتنو نه په یوازې سر له ټولو تور لګوونکو سره سپیناوي ته حاضر شي.

هغه له ټي ټي پي او نورو جنګیالیو سره د پي ټي ایم د اړیکو په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف خبرې خندوونکې وګڼلې او ویې ویل، چې که اړیکې دي نو د پاکستان د ریاست ورسره اړیکې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د پاکستان واکمنه کړۍ غواړي د پښتنو په وینو او کانونو ټول عمر ډالر وګټي او په دې برخه کې یې پښتون قامي جرګه ستر خنډ دی، له همدې امله یې د جرګې پر تنظیموونکي غورځنک بندیزونه ولګول، خو نور په دې نامه د سوداګرۍ اجازه نه ور کوي.

هغه وايي، پښتانه به د مرکزي حکومت دغه چلند یاد ساتي.