منظور پښتین: پاکستاني امنیتي ځواکونو د جرګې پر میدان بیا برید کړی او اوښلن ګاز یې شیندلی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې پاکستاني ځواکونو د پښتنو قامي جرګې پر میدان پراخ برید کړی، اوښلن ګاز یې شیندلی او ورسره یې ټلیفوني شبکې هم بندې کړې دي. هغه ویلي، چې جرګه به په هر صورت کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین نن چهار شنبه د (تلې ۱۸مه) سهار وختي په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پاکستاني ګډو امنیتي ځواکونو د خیبر په جمرود کې د پښتنو کېدونکي جرګې پر خیمه بیا برید کړی او د ډزو تر څنګ یې اوښلن ګاز هم شیندلی.

هغه وايي، پاکستاني عسکرو هلته په ماشینونو لویې کندې باسلې دي.

نوموړی وايي، په سیمه کې ټلیفوني شبکې بندې شوې او له خپلو ملګرو سره حال نه لري، خو ګوتڅنډنه یې کړې چې دغه جرګه به په هر صورت کوي.