د کاناډا په ټورنټو کې د پي ټي ایم غړو او فعالانو د پښتنو قومي جرګې په ملاتړ لاریون وکړ

د کاناډا په ټورنټو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او یو شمېر افغان فعالانو د اکټوبر ۱۱مې پښتنو قومي عدالت جرګې په ملاتړ او د پاکستان له خوا پر دغه غورځنګ د بنديزونو پر وړاندې لاريون وکړ.

د لاريون پرمهال کاناډا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په خپلو خبرو کې د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له خوا پر پي ټي ایم د بنديز، د قومي عدالت جرګې پر خیمو د پاکستاني پوليسو د بريدونو، پر منظور پښتين د بريدونو او د دغه غورځنګ د غړو نيول کېدل وغندل.

هغوی د پاکستان پر ضد شعارونه ورکړل او له نړۍوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر پاکستان فشار راوړي چې د سوله ییزو خوځښتونه مخه دې نه نیسي.