منظور پښتین: جرګه دې د کابل پر واکمنو غږ وکړي چې نجونې زده کړو ته پرېږدي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتنو په قومي جرګه کې د طالبانو له خوا د افغان نجونو د زده کړو مخنیوي ته په اشارې سره وویل، چې جرګه دې د کابل پر واکمنو غږ وکړي چې نجونې زده کړو ته پرېږدي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، چې په افغانستان کې کړکېچ د دې خوا په ولسونو هم اغېزې کوي.
منظور پښتین جرګې ته د خپلو وړاندیزونو د اعلان پرمهال وویل، چې د یادې جرګې غړي دې د افغان نجونو د زده کړو مساله په خپله پرېکړه لیک کې ځای کړي.
طالبانو له درېیو کلونو راهیسې د افغان نجونو پروړاندې د ټولو ښوونیزو مرکزونو دروازې بندې کړي دي او د نجونو د ښوونځیو د خلاصېدو په اړه د هر لوري خبرې او وړاندیزونه په خپلو چارو کې لاسوهنه بولي.
اخوا، په پښتونخوا کې هم د نجونو ډېری ښوونځي بند دي او یا هم د وسله والو په بمونو الوځول شوي دي.