افراسیاب خټک: خیبر کې پر ولسي خلکو برید د پاکستاني چارواکو لویه تېروتنه ده

د پښتونخوا ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک په خیبر کې د پښتون قومي جرګې پر غړو برید د پاکستاني چارواکو تېروتنه او یو پارونکی عمل بولي. هغه وايي، له واکمنانو د هوښیارۍ تمه بیځایه کار دی.

پښتون سیاستوال او د پاکستان مشرانو جرګې پخوانی سناتور افراسیاب خټک په خپله ایکس پاڼه نن پنجشنبه په تازه یادښت کې لیکلي، چې پاکستاني چارواکو د جرګې پر غړو د برید او هغوی ته پر مرګ ژوبلې اړولو یوه لویه تېروتنه او پارونکې کړنه ترسره کړه.
هغه وايي، که پاکستاني چارواکي نورې ورته کړنې ترسره کړي او بیا پر ولسي خلکو برید وکړي، نو ټوله پښتونخوا به د بې مهاره ناورینونو په مرکز بدله کړي.
خیبر کې د جرګې پر میدان تېره ورځ د پاکستاني پولیسو له خوا د څلورو تنو د وژل کېدو او د شاوخوا ۱۵ تنو د ژوبلېدو خبرونه ورکړل شوي وو.
ښاغلي خټک تېره ورځ دغه برید غندلی او ویلي یې و، چې خیبر کې پر ولسي خلکو له بریدګرو سره باید محاسبه وشي.