معصوم ستانکزی: د پښتنو د ملي او تاریخي جرګې ګډونوالو ته د کامیابۍ دعا کوو
د جمهوریت د وخت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی په خیبر کې پښتون قامي عدالت ته په اشاره وایي،« د پښتنو د دې ملي او تاریخي جرګې ګډونوالو ته د کامیابۍ دعا کوو، چې خپلو موخو ته په تدبیر ورسیږی.»
معصوم ستانکزی په خپله خواله رسنۍ اېکس کې همدراز لیکلي دي، چې «هر هغه سوله یزه مبارزه چې د ولسونو په ملاتړ دعدالت ، امنیت او د خلکو د اساسي حقوقو او ازادیو لپاره تر سره کیژي هغه به ستونزې ګالي خو بریالیتوب ته رسیژی.»