حنیف اتمر: پاکستان د پښتون قامي جرګې له جوړېدو وېریږي
د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر وايي، په پاکستان کې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیزونه د دغه دولت د ظلم او ځواب نه ویلو ښکارندويي کوي.
اتمر وايي، داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د جرګې له جوړېدو وېریږي.
اتمر د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو د بندیز په غبرګون کې پر خپل ایکس لیکلي: « په پاکستان کې مېشت پښتانه لسیزې کیږي چې د سولې، امنیت او د خپلو بنسټیزو حقونو د خوندیتابه په هیله اوسي».
اتمر زیاته کړې چې د هغوی سیمې د حکومت له ملاتړه برخمنې ترهګرۍ او ترهګرۍ ضد جګړې په ډګر بدلې شوې دي.
د مخکیني حکومت د بهرنیو چارو وزیر وايي: "موږ دا چلند غندو او د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې د خپلواکۍ، سولې، امنیت، بشري حقونو او نېکمرغۍ په مبارزه کې له خپلو خلکو سره ټینګ ولاړ یو."
د پاکستان فدرال حکومت په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو او تازه په خیبر ولسوالۍ کې د غونډو پر جوړولو بندیزونه لګولي دي.
اتمر زیاته کړې، چې په پاکستان کې میشت پښتانه له تاریخي لحاظه له ټولیزو او ښکیلاکي سزاو او منظم تبعیض سره مخ دي.
نوموړی وايي: « د پښتنو خپلواکي محدوده شوې او له ټولنيزو او اقتصادي پرمختګونو څنډې ته کړای شوي دي».
د پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د میشتو پښتنو د حقونو د خوندیتابه او ملاتړ مخکښه ډله ده چې په دغه هېواد کې د مېشتو پښتنو او افغانستان پر وړاندې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر سیاستونو او چلندونو نیوکې کوي او خلک ویښتابه ته هڅوي.