پښتون قامي عدالت کې د ښځو حضور

په پښتونخوا کې د "پښتون ژغورنې غورځنګ" په نوښت د جوړې شوې قومي جرګې په انځورونو کې لیدل کېږي، چې په دې جرګه کې ښځې هم کډون لري. د دې جرګې له پیلېدو سره سم د جمعې په ورځ د تلې په ۲۰مه په خیبر پښتونخوا کې مخابراتي شبکې بندې شوې.

د پېښور ښار ګڼ شمېر اوسېدونکي شکایت کوي، چې له تېرو اتو ورځو راهیسې انټرنیټ بند دی او د دوی ورځنۍ چارې یې له ستونزو سره مخ کړې دي.

دوی له مرکزي حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې پر مخابراتي شبکو بندیز لرې کړي څو د دوی د زیان مخه ونیول شي.

پښتون قومي جرګه د جمعې له لمانځه وروسته د دریو ورځو لپاره پیل شوه.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبانو ښځې له هر ډول سیاسي او ټولنیز ګډون بې برخې کړي دي، د پښتنو په قامي جرګه کې ښځې پراخ حضور لري.

د دې توجیه کولو لپاره، طالبان وايي چې په سیاست او ټولنه کې د ښځو شتون د افغانستان د "کلتور" او د اسلام دین سره په تضاد کې دی.

د خېبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور ژمنه کړې، چې په دې جرګه کې راپورته شوې غوښتنې او اندېښنې به د پاکستان مرکزي حکومت ته وړاندې کوي.

په تېرو ورځو کې د پاکستان د حکومت او د پښتو ژغورنې غورځنګ تر منځ په خيبر پښتونخوا کې د پښتنو د قومي جرګې د ترسره کولو پر سر ناندرۍ راپورته شوې.

د دې درې ورځنۍ جرګې په څنډه کې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ یو منع شوی سازمان اعلان کړ.