مشتاق احمد: د هغو افسرانو پر ضد چې پر پښتنو ځوانانو یې ډزې کړې وې، باید مقدمه درج شي
د جماعت اسلامي ګوند مخکښ غړي او پخواني سناتور مشتاق احمد غوښتنه کړې، چې د هغو افسرانو خلاف دې د ترهګرۍ مقدمې درج کړل شي چې په پښتنو ځوانانو يې ډزې کړې دي.
هغه دغه څرګندونې د جرګې په میدان کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال کړې دي.
هغه د جرګې په اړه وويل، چې جرګه د پښتنو کلتور دى او د ستونزو د هواري لپاره د بحث او مشورې لپاره جوړېږي.