جلالي: د جرګې اوږدمهاله اثر به وروسته معلومېږي، خو اوسنی پیغام یې د افغانانو په ګټه دی
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وايي، ځیني هېوادوال د پښتنو د قومي جرګې مثبتو وړاندیزونو ته د تعصب په هېنداره کې ګوري او خپګان پرې ښکاره کوي.
ښاغلي جلالي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې دا د ډېري خواشینۍ وړ خبره ده، چې ځیني “وطنداران” د پښتنو د قومي جرګې او د افغانستان په اړه د هغې مثبت وړاندیزونو ته صرف د تنګ نظرۍ او تعصب په هېنداره کې ګوري او وېره ترې لري.
نوموړي لیکلي، چې د جرګې اوږد مهاله اثر به وروسته معلومېږي؛ خو اوسنی پیغام یې د افغانستان د خلکو په ګټه دی او ښايي چې ملاتړ یې وشي.
جلالي وړاندې لیکلي، چې «د پښتنو جرګې په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د دروازو د خلاصېدو، د قدرت له انحصاره د طالبانو تېرېدل او خلکو ته په حکومت کې غوښنه برخه ورکول، پر ډيورنډ کرښې دواړو لوریو ته د پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ غوښتنې وړاندې کړې.»
خو نوموړي په افغانستان کې د کوم مشخص قوم، ډلې یا سیاسي ګوند د نوم یادولو پرته لیکلي، چې بیا هم ډېری “وطنداران” جرګې ته د تعصب په هېنداره کې ګوري.
جلالي وايي، په افغانستان کې د ثبات کیلي د ټولو قومونو یووالی او له تعصب پرته د ټولو قومونو د مساوي حقونو تضمین دی.
د افغانستان د کورنیو چارو دغه پخوانی وزیر وايي، په افغانستان کې یوازې د واک انحصارګران د خلکو له یووالي څخه وېره لري.