منظور پښتین: قامي جرګه ځنډېدلې خو چمتوالی په چټکۍ سره روان دی، چې ژر شروع شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یو ویډیو پېغام کې وايي، چې د پښتون قومي جرګه ځنډېدلې ده؛ خو چمتوالی په چټکۍ سره روان دی، چې ژر شروع شي. پښتین وویل، چې پر پښتنو شوو ظلمونو د بربنډولو لپاره د لوي ټلویزیون د راوړلو پر وړاندې ستونزې جوړیږي.

منظور پښتین په دغه ویډیويي پېغام کې وویل، چې هغه چمتوالی چې څو ورځې وړاندې نیول شوی و په خېبر کې د پښتنو قومي جرګې باندې د پاکستاني حکومت د بریدونو له امله اغیزمن شو.

پښتین وايي، د جرګې له پاره یو غټ ټلویزیون د لاهور څخه جرګې ته راوړل کېدو خو پيښور ته رسېدو سره ورک شوي دي.

خو هغه ټینکار سره وویل، چې د لوډسپېکر ستونزه حل شوې خو د هغه ټلویزیون سکرین راوړلو ته په تمه دی چې غواړي د پښتنو غمیزه ټولو مشرانو ته په کې وښيي.

منظور پښتین د جرګې د ځنډېدو له امله بښنه وغوښته خو ډاډ یې ورکړ چې ډېر ژر به جرګه د پلان سره سم پیل شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د سیاسي ګوندونو مشرانو او له ولسونو غوښتنه وکړه، چې بېرته د تګ کوښښ ونه کړی ځکه غواړي ډېر په ښه توګه جرګه پیل کړي.