د پښتنو قامي جرګه: تر دې مهاله شاو خوا ۷۷ زره پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي
د پښتنو قامي جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) د معلوماتو له مخې وایي، چې تر دې مهاله شا و خوا ۷۶ زره او ۵۸۴ پښتانه په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې وژل شوي، ۵،۷ میلیونه خلک بې کوره شوي او ۶ زره او ۷۰۰ کسان لادرکه دي.
د پښتنو قامي جرګې د شنبې په ماښام پر خپلې اېکس پاڼې د هغو پېښو شمېر خپور کړی چې په پښتونخوا کې په څو کلونو کې ترسره شوي دي. د دوی د معلوماتو له مخې د پښتنو پر ۲۰۰ جوماتونو چاودنې شوي، یو زرو او ۷۳۸ پښتانه مشران وژل شوي او اوه زره او ۵۳۸ پښتانه د ځمکنیو ماینونو د چاودنو له امله معلول شوي دي.
دغه جرګه زیاتوي، چې په پښتنو سیمو کې نهه زره او ۲۲۷ لویې چاودنې ترسره شوي او وايي، چې د پولیو کمپاین پر مهال د پولیو د ډلې ۲۱۳ پښتنې ښځې وژل شوي. د دوی په وینا، په وزیرستان کې ۲ زره علما شهیدان شوي دي.
د پښتون قامي جرګې د معلوماتو له مخې، د پښتنو ۳۶ مارکیټونه ویجاړ شوي چې د هغو له ډلې ۱۱ مارکیټونو ودانۍ په بشپړه ټوګه له خاورو سره خاورې شوي. د جرګې په وینا، له کویټې څخه تر سوات پورې د پښتنو یو میلیون جریبه ځمکه غضب شوې ده.
د دغې جرګې د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۲۲ زره داسې کسان په زندانونو کې اچول شوي چې جرم یې لا معلوم نه دی. د ۲ لکه ۱۷ زره پښتنو شناختي کارډونه بلاک شوي دي او تر اوسه په جګړه کې ۲۳ لکه پښتانه ټپیان شوي دي.