هیله نجیب: پاکستان د پښتنو پر جرګه بریدونه کوي خو نړۍوالې رسنۍ غلې دي
د افغانستان د پخواني ولسمشر لور هیله نجیب د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او د حکومت پر اقداماتو د نړۍوالو رسنیو چوپتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
هیله نجیب وايي، پي ټي اېم د پښتنو د ستونزو اواري لپاره پښتون قومي جرګه رابللې، خو د پاکستان حکومت په سخت غبرګون؛ د جرګې د خیمو په له منځه وړو، وژلو او بندي کولو ځواب ورکړی.
هیله نجیب پر خپل ایکس لیکلي: «سره له دې چې جرګه د عدم تشدد او سوله ییزې مبارزې لپاره جوړیږي، نړیوالۍ رسنۍ یې په اړه غلې دي».
نوموړې د پښتون ژغورنې غورځنګ په تړاو د پاکستان د حکومت دریځ ته په اشارې وايي، چې نړۍ باید دا درک کړي چې پاکستان څنګه د یوه سوله غوښتونکي غورځنګ پر وړاندې ولاړ دی، په داسې حال کې چې دغه هېواد په تاریخي ډول القاعدې، طالبانو، مجاهدینو او اوس دداعش په څېر ترهګرو ډلو ته پناه ور کړې ده.
نوموړې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې که غواړي د بنسټپالنې مخه ونیسي، د پي ټي ایم او پښتون قومي جرګې په څېر بهیرونه باید درک کړي.