د بلوچستان د اطلاعاتو مخکینی وزیر: پښتانه هیڅکله هم د کابل یا ډهلي اجنډا نه مني

د پاکستان د مخکیني موقت حکومت د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو پخوانی وزير جان اڅکزی وایي، په زرګونو جرګو نور هم د ازاد پښتونستان یا لوی افغانستان خوب نه شي پوره کېدلی. نوموي د پښتنو قومي جرګه ناکامه بللې او وایي: « پښتانه هیڅکله هم د کابل یا ډهلي اجنډا نه مني.»

جان اڅکزي د یکشنبې په ورځ په خيبر کې د پښتنو قومي جرګې ته په اشارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې «په جرګه کې د وژل شويو، ورکو شويو او ورانۍ وړاندې شوي ارقام ناسم دي.»
جان اڅکزي د پاکستان پوځ ستاینه کړې او ادعا یې کړې، چې پوځ د خيبر پښتونخوا په امنيت او د پروژو د ساتنې په برخو کې فعاله ګډون کړی.
نوموړي لیکلي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ له ایالتي حکومت سره تر ناستې وروسته د جرګې اجازه تر لاسه کړه خو جرګه پر خپل وخت او لومړۍ ورځ پيل نه شوه.
جان اڅکزی وایي: «کله چې دوی د دې ناکامې جرګې او د غیورو پښتنو له خوا د رد احساس وکړ، نو دوی درواغو او بې بنسټه خبرې کولو ته لاس واچاوه او په پوره درواغو شمېرې یې وړاندې کړې.»
جان اڅکزي، چې د پاکستان امنیتي ادارو ته نږدې کس ګڼل کیږي،پر منظور پشتين تور لګولی، چې «د ورکو کسانو، جوماتونو، مدرسو او سوداګريزو سيمو په اړه يې خبرې دروغ دي.»
د اڅکزي څرګندونې داسې مهال دي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د جرګې په پرونۍ ناسته کې وویل، چې دوی له ټولو زیانمنو خلکو سره نه دي غږیدلي او وړاندې کړای شوې شمېرې لا بشپړې نه دي.