اسد قیصر: موږ ټول یو یوو، کوم ظلم چې په دې خاوره کیږي خلاف یې یوو
د پاکستان د تحریک انصاف د رهبرۍ شورا غړی اسد قیصر د پښتنو د عدالت غوښتنې قامي جرګې ته وویل: "موږ ټول یو یوو، کوم ظلم چې په دې خاوره کیږي خلاف یې یوو."
ښاغلي قیصر د جمعې په ورځ د پښتنو د عدالت غوښتنې قامې جرګې ته وویل: «موږ پوره له دې جرګې سره ملګري یوو او دا غږ به په اسمبلۍ کې هم پورته کوو.»
هغه د پښتنو د عدالت غوښتنې قامې جرګې ګډون والو ته وویل، چې د وزیرستان، باړه، خېبر، باجوړ، د غلام خان بندر کې بندیزونو او انګور اډې کې د شته ستونزو باندې یې په اسمبلۍ کې خبرې کړي دي.
هغه وویل: «نن راغلی یم چې ووایم موږ سره ټول پوره پوره ملګري یوو.»