کمال ناصر اصولي: د ولي خان او صمد خان کورنۍ دې د مسوولیت له مخې د ولس په لاره روانې شي
د افغانستان په پخوانۍ ولسي جرګه کې د خوست استازي کمال ناصر اوصولي په خپله خواله رنسنۍ اېکس کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د پښتنو قومي جرګې جوړېدو په اړه لیکلي چې د ولي خان او صمد خان کورنۍ دې خپل مسولیت د ولس لپاره ادا کړي او د ولس په لاره دې روانې شي.
تېره ورځ کمال ناصر اصولي د پښتنو قومي جرګې له مشرانو او ځوانانو غوښتي وو، چې پریکړه لیک ته ډیره توجه باید ولري.
د اصولي په خبره، د حرګې د پرېکړه لیک په اوله ماده کې دې د ډیورنډ کرښې د نه منلو خبره وشي او بیا نور مسایل.
د نوموړي په خبره، که دا ونه شي دا دومره د ولس قرباني به پنجاب او استخبارات یې پخپله ګټه را وڅرخوي چې دا به لویه تیروتنه وي .