افراسیاب خټک: پر جرګه له بریدګرو سره باید محاسبه وشي

د پښتونخوا ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک په خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قومي جرګې پر غړو برید غندلی او وايي، له بریدګرو سره باید محاسبه وشي. خټک وايي، د سوله خوښو فعالانو پر وړاندې د زور کارول یو پاروونکی عمل دی.

نن چارشنبه د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د پښتون قومي جرګې پر ټولنځای برید وکړ، چې په پایله کې یې د پښتون ژغورنې غورځنګ درې غړي وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.