منظور پښتین: پاکستاني ځواکونه د پښتون قومي جرګې پر ځای د برید تیاری نیسي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، په خیبر ولسوالۍ کې پاکستاني ځواکونه نن شپه د پښتون قومي جرګې د راټولېدو پرځای د برید تیاری نیسي.

پښتین وایي، چې د پېښور روغتونونو ته حکومتي سرچینو پیغام لېږلی چې نن شپه بېړنی حالت نافذ کړي؛ ځکه په خیبر ولسوالۍ کې پر جرګه د برید پرمهال مرګ ژوبله شونې ده.
پښتین د خیبر پښتونخوا پر حکومت غږ کړی چې د مرکزي حکومت د جګړې ددغه اعلان مخه ونیسي.

هغه د سیاسي ګوندونو له مشرانو غوښتنه کړې چې نن شپه د پښتنو له ډلوژنې وړاندې ددې چارې د مخنیوي هڅه وکړي.
د خیبر مرستیال کمېشنر نن د یوه مکتوب له لارې د پاکستان د جرایمو قانون د ۱۴۴مې مادې له مخې، تر یوې میاشتې پورې په دې ولسوالۍ کې تر پنځو تنو د ډېرو کسانو را ټولېدل او د وسلو ګرځول منع کړي دي.
دغه پرېکړه د اکتوبر له نهمې نه د نومبر تر اوومې پورې د پلیتابه وړ ګڼل شوې ده.
په مکتوب کې ویل شوي چې ددې حکم سرغړوونکي به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې له مخې له قانوني چلند سره مخ شي.
دغه بندیز داسې مهال لګول کیږي، چې د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر ولسوالۍ کې پښتون قامي جرګه جوړیږي او تر ۳۰ زرو پورې کسان ورته رابلل شوي دي.