فضل محمود فضلي: دغه جرګه جګړه، د وینو بهېدنه او د پردیو سازشونه پای ته رسوي

د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي وايي، د پښتون قامي جرګه د جګړو، وینو بهېدو او د پردیو سازشونو د پای ته رسولو لپاره ښه فرصت دی.

هغه پر اېکس پاڼه کاږلي:«دغه جرګه نور لکه پخوا د عربي شیخانو، پنجابي جنرالو او امریکایانو په فرمایش د جهاد او افغان وژنې لپاره نه ده جوړه شوې.»
هغه زیاته کړې، دا د تاریخ هغه شېبه ده چې پښتون په خپل نوښت او مالکیت د سولې لپاره راپاڅېږي.
هغه دا رنګه ویلي:« دا د افغانانو د برخلیک او د تېرې پېړۍ د تاریخ یو ستر انقلاب دی. د دې سپېڅلي انقلاب بریالیتوب مو بختور شه.»