د عوامي نېشنل ګوند ویانده: پښتنو ښځو ته هم باید د خیبر په څېر جرګه جوړه شي
د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو مشره او د دغه ګوند ویانده ثمر هارون بلور وايي، لکه څنګه چې په خیبر کې د پښتنو جرګه جوړه شوه، پښتنو ښځو ته هم باید دا ډول جرګه جوړه شي.
خیبر کې د اکتوبر په ۱۱مه جوړه شوې د پښتنو جرګه کې یو شمېر ښځو هم ګډون کړی وو، خو اغلې بلور وايي، چې ښځو ته باید ځانګړې داسې جرګه جوړه شي.
د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو مشرې او پښتنې سیاستوالې ثمر هارون بلور ویلي، لکه څنګه چې په خیبر کې د پښتنو جرګه جوړه شوه دا ډول پښتنو ښځو ته هم باید دا ډول جرګه جوړه شي، چې پښتنې ښځې په کې خپلې خبرې وکړي او د خپل تریخ ژوندانه په اړه سلا مشورې وکړي.
اغلې بلور زیاتوي چې که څه هم د خیبر په قومي جرګې کې یو شمېر ښځو او نجونو ګډون درلود، خو وايي که د ښځو یوه ځانګړې جرګه هم جوړه شي چې پښتنې ښځې به په کې پرته له کوم دودیز بندیز څخه خپلې د زړه خبرې وکړي.
په خیبر کې قومي جرګې ته د پښتنو له بېلابېلو سیمو څخه د نارینه وو تر څنګ یو شمېر فعالې ښځې هم راغلې وې او خپلې ستونزې یې په محدود ډول شریکې کړې.
په ګډونوالو ښځو کې داسې هم وې چې زامن، وروڼه، مېړونه او یا د کورنۍ نور غړي یې د پاکستاني پوځ له لوري تري تم شوي او یا وژل شوي وو.