فضلي: د پي ټي ایم ملاتړ ځکه کوو، چې د مذهبي افراطيانو او ټوپکسالارۍ پر وړاندې مبارزه کوي
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي وايي، د پښتون ژغورنې ملاتړ ځکه کوي، چې ټوپکسالارۍ او مذهبي افراطيانو پر وړاندې مبارزه کوي. نوموړي ويلي: «مترقي غورځنګونه د افغان وطن د عزت، ازادۍ او ثبات لپاره په مېړانه ولاړ دي.»
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخواني مشر فضل محمود فضلي په خېبر ولسوالۍ کې د قومي جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ وروستيو هڅو ته په اشارې هغه کړۍ د وطن د پرمختګ دوښمنان بللي، چې خنډونه جوړوي.
نوموړی زياتوي: « د طالبانو استبدادي واکمني او هغه افغانان چې د پاکستان د پوځ د فکري ګوډاګیانو په څېر د پښتون ژغورنې غورځنګ سره مخالفت کوي او ملنډې پرې وهي، زموږ د وطن د سولې، پرمختګ او هوساینې دښمنان دي.»
فضلي لیکلي، چې د پاکستاني ادارې تر اغېز لاندې کړۍ د ملي ګټو مخالف دي، چې دوی به یې هېڅ وخت ونه مني.
د هغه په خبره، چې تاريخ به د اوسنيو غيري ملي اشخاصو د کرکې ډک موقفونه په حافظه کې ساتي.
د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې نن د پښتون قومي جرګې پر غړو د پاکستان امنیتي ځواکونو په ډزو کې د جرګې درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
ګڼو افغان او پاکستاني پښتنو سياستوالو د قومي جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو بريد او بنديزونه غندلي او د سوله خوښو فعالانو پر وړاندې د زور کارول يې یو پاروونکی عمل یاد کړی دی.