قومي جرګې ته د منظور پښتین وینا: ۶ زره او ۷۰۰ پښتانه د پاکستان پوځ له خوا نادرکه شوي دي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتنو قامي جرګې ته د وینا پرمهال وویل، چې په تېرو څو کالونو کې ۶ زره او ۷۰۰ پښتانه د پاکستان پوځ له خوا نادرکه شوي دي. پښتین وايي، چې په غټ سکرین کې د پاکستان پوځ ظلمونه او نادرکه کسانو پیښې مستند شوی دي.
منظور پښتین وايي، چې د پاکستان پوځ د پښتنو وسایل قبضه کړي دي.
پښتین زیاتوي، چې ولس چې دلته د یوې پرېکړې د کولو لپاره راغلي دی او مونږ به د ټولو کډونوالو د غوښتونو پر اساس پرېکړه کوو.
منظور پښتین وویل، چې د ټول سیاسي ګوندونو استازي او بشري حقونو بنسټونه به د پاکستان پوځ د تېرو او روانو ظلمونو په اړه په لیکلی بڼه ټول مسایلو د حل لارو چارو باندې بحثونو کوي.
پښتین وايي، چې بیا وروسته جرګه د ټولو کمېټو غوښتنې په لیکلي بڼه راټولیږي او بیا وروسته جرګه غټه فیصله کوي.