پاکستاني رسنۍ: خیبرپښتونخوا کې د پي ټي ايم د ۵۲ غړو نومونه د بندیزونو نوملړ ته شامل شوي

د پاکستاني رسینو د راپورونو له مخې چې د پاکستان حکومت خیبرپښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۵۲ غړي د بندیزونو نوملړ ته ور زیات کړي دي. ويل کیږي، په دغه نوملړ کې شته کسان به د ترهګرۍ ضد ادارې تر څار لاندې وي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ چې د پاکستان حکومت خیبرپښتونخوا کې د پي ټي ایم ۵۲ غړي د بندیزونو هغه نوملړ ته ور زیات کړي، چې دغه کسان به د ترهګرۍ ضد ادارې تر څار لاندې وي او د خپلو ټولو کړو وړو په اړه به دغې ادارې ته وخت پر وخت معلومات ورکوي.
د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې د بندیزونو په نوملړ کې شامل کسان به د خپل اوسېدو ځای، سفر او نورو کړنو په اړه د بندیز تر لرې کولو پورې دغې ادارې ته ځواب ویونکي وي.
د بندیزونو په دغه نوملړ کې په شته کسانو د پاسپورټ بندیز، د بانکي حسابونو کنګل کېدل، په مالي راکړه ورکړه بندیز، د وسلو د جواز بندیز، او پر سوداګرۍ بندیزونه لګیږي.
د پاکستان حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۵۲ غړو نومونه نه دي یاد شوي چې د بندیزونو نوملړ ته ور زیات شوي، خو دومره ویل شوي چې دغه کسان د سوېلي وزيرستان، صوابۍ، باجوړ، خيبر، ملاکنډ او مهمند سيمو اوسیدنکي دي.
د پاکستان مرکزي حکومت د اکټوبر په شپږمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پر فعاليت بنديز لګولی چې په کور دننه او بهر د سیاسي څیرو او بشري حقونو د سازمانونو له لوري د پاکستان دغه ګام ته سخت غبرګونونه ښودل شوي.