شاه محمود میاخېل: پاکستان پښتانه او افغانان نړۍ ته افراطیان او ترهګر معرفي کړي و

د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی سرپرست او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول وايي، چې د پاکستان پوځ، یو شمېر افراطي ډلو او پلویانو یې پښتانه او افغانان نړۍ ته افراطیان او ترهګر معرفي کړي و، خو د پښتنو قومي جرګې وښودله چې پښتانه او افغانان افراطیان او ترهګر نه دي.

شاه محمود میاخېل پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې پښتانه او افغانان په حقیقت کې د ترهګرۍ او افراطیت قرباني دي.
نوموړی وایي، چې د پښتنو یاده قومي جرګه لویه لاسته راوړنه ده.
ښاغلي میاخېل تر دې وړاندې ویلي و، چې د پښتنو د عدالت جرګې جوړېدل په خپله یوه لویه کامیابي ده.
د ویلو ده، چې د پښتون قومي عدالت نن په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، چې په خیبر کې د پښتونو د عدالت غوښتنې قومي جرګه پیل شوې ده.
ټاکل شوې ده، چې په دې جرګه کې به د پښتنو مشران په پاکستان کې د پښتنو پروړاندې د ظلمونو د مخنیوي او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په اړه پرېکړه وکړي.
په دې جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په مشرۍ لسګونه زره پښتنو برخه اخیستې ده.
که څه هم د دې جرګې له جوړېدو سره د پاکستان حکومت مخالفت کړی و، خو د پښتنو په څو ورځینیو اعتراضونو سره بالاخره دغه حکومت موافقه ورکړه، چې دا غونډه ترسره شي.