د خېبر پښتونخو سر وزیر د پښتنو د عدالت قامي جرګې د امنیت او نور ترتیباتو څخه لیدنه وکړه
د خېبر پښتونخوا د سر وزیر د مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیه کې راغلي چې علي امین ګنډاپور د اکټوبر په یوولسمه د پښتنو د عدالت قامي جرګې د امنیتي او نور تدابیرو څخه لیدنه وکړه.
په هغې اعلامیه کې چې د خېبر پښتونخوا د سر وزیر مطبوعاتي دفتر د جمعې په ورځ (د اکټوبر ۱۱مه) خپره کړې په کې راغلي، چې په دې کتنه کې د صوبایي حکومت استازي، د جرګې تنظیمونکي او د پولیس افسران هم شامل وو.
په دې کتنه کې، اړوندو چارواکو د پښتنو د عدالت قامي جرګې د امنیت او نورو تدابیرو په اړه ګنډاپور ته معلومات ورکړل.
ګنډاپور هدایت ورکړ، چې جرګې ته دې ټولې اسانتياوې او اړین وسایل برابر شي. هغه زیاته کړه، چې د جرګې ګډون والو ته دې اوبه، تشنابونه، رڼا او روغتیایي تجهیزات چمتو شي.
همدا راز ګنډاپور وویل، چې د جرګې ګډون والو ته دې ۵ زره کمپلې هم ورکړل شي.