الطاف حسین: حکومت دې پر پي ټي ایم لګول شوی «ناقانونه» بندیز ژر تر ژره بېرته واخلي

په کراچۍ کې د متحده قومي غورځنګ (ایم کیو ایم) مشر الطاف حسین د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګول شوی بندیز دې ژر تر ژره بېرته واخلي. هغه ویلي، که حکومت دغه بندیز لرې نه کړي، د هر څه پېښېدو مسوول به دوی وي.

په کراچۍ کې د متحده قومي غورځنګ (اېم کیو ایم) مشر الطاف حسین په یوه ویډیويي پیغام کې چې په ایکس یې خپور کړې د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګول شوی بندیز دې ژر تر ژره بېرته واخلي.
د پاکستان مرکزي حکومت د اکټوبر په شپږمه په پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه او دغه غورځنګ یې د پاکستان سولې او امن ته ګواښ وباله.
د پاکستان دغه ګام ته په کور دننه او بهر سیاسي ګوندونو او د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو سخت غبرګونونه ښودلي او له پاکستان یې غوښتي چې دغه بندیزونه بېرته لرې کړي.