جرګه ښايي له پاکستاني پوځ وغواړي چې له قبایلي سیمو ووځي
پښتون قومي جرګه نن یکشنبه ناوخته د قومونو او سیاسي ګوندونو د کمېټو پرېکړه لیک صادروي.
ټاکل شوې وه چې د اجنډا مطابق دغه جرګه درې ورځې خپلو عمومي او ځانګړو ناستو ته ادامه ور کړي، خو د جرګې پر سیمه د امنیتي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د رامنځته شویو زیانونو او نیمګړتیاوو د لرې کولو په خاطر جرګه یوه ورځ وځنډیده.
د جرګې له منځ نه یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د جرګې په خیمو کې یو مهم بحث له قبایلي سیمو نه د پاکستان د پوځ وتل او قومونو او قبایلو ته د خپلو سیمو د امنیت سپارل دي.
قومي مشران چې د ولسوالیو په کمېټو کې سره را غونډ شوي، په خپلو سیمو کې د پوځ حضور د ناامنیو لامل ګڼي، خو د سیاسي ګوندونو په یو شمېر خیمو کې چې د حکومت ملاتړي او تر نفوذ لاندې کسان یې هم غړیتوب لري، د پاکستان د طالبانو تحریک پر وړاندې په ولسي یووالي ټینګار شوی.
سرچینې وايي، په ځینو خیمو کې پر دې بحث شوی، چې د پاکستان د طالبانو غورځنګ له جګړې لاس واخلي او د جرګې پریکړو ته غاړه کیږدي.
د پاکستان د طالبانو غورځنګ جرګې ته د درناوي په خاطر پنځه ورځنی اوربند اعلان کړی او ددې جرګې ملاتړ یې ښودلی.
یو شمېر شنونکي ددې ملاتړ هدف دا ګڼي چې جرګه ددوی خلاف سختې پرېکړې ونه کړي.
په یوه اډیو غږ کې چې د جرګې په درشل کې د پاکستان د پوځ له ملاتړو اکاونټونو خپور شوی، د طالبانو د مرکزي شورا غړی طارق محمود له پي ټي اېم، جرګې او نورو پښتنو سیاسي ګوندونو سره د خبرو اترو هیله منتیا ښيي.
دغه اډیو غږ د پاکستان د طالبانو تحریک تر اوسه نه دی تایید کړی.
د ولسوالیو او ګوندونو په خیمو کې په کانونو کې د اړوندو سیمو پر سهم بحث شوی، چې د کانونو او نورو طبیعي سرچینو عواید د اړوندو سیمو په پراختیا او پرمختیا کې ولګیږي او د اوبو او برېښنا د استفادې لومړیتوب پښتونخوا ته ورکړل شي.
د ډیورنډ کرښېپه دواړو غاړو کې د میشتو پښتنو د تګ او راتګ ستونزه او اغزن سیم هم له دې وړاندې یوه پاموړ موضوع وه، خو په دې جرګه کې تراوسه پرې مساله ډېر تمرکز نه دی شوی.
د کرښې په دواړو غاړو کې سوداګر او عام کاروباري خلک نیوکه کوي، چې اغزن سیم او د سوداګرۍ او ټرانزیټ په تړاو ناسمو تګلارو ددوی سوداګري او د سیمې اقتصاد ځپلی دی.
د چارو شنونکي په دې باور دي، چې پښتون قومي جرګه په دې بریالۍ شوې چې نړۍ ته پیغام ور کړي، چې پښتانه سوله خوښی قوم دی او جګړې او ترهګري د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو د پالیسیو نتیجه ده.