د جرګې یو ګډونوال له ځوانانو غوښتي، چې د خپل ځان او راتلونکي نسل د بقا لپاره يو موټی شي

د پښتنو په قومي جرګه کې د باجوړ خلکو لپاره په جوړه شوې خېمه کې ديني عالم مولانا خانزېب ویلي، پوښتنه دا ده چې د پاکستان په نورو برخو کې امن، کار او ثبات شته؛ خو په پښتون مېشتو سيمو کې ولې نه امن شته، نه روزګار او نه هم نورې اسانتياوې.

هغه له ځوانانو وغوښتل، چې د خپل ځان او راتلونکي نسل د بقا لپاره دې يو موټی شي.
هغه وایي، پښتانه يو لوى قوم دى او دومره لوى دى چې په نړۍ کې شاوخوا اتيا هېوادونه دي او هر يو يې د پښتنو پرتله کم وګړي لري.
هغه زیاته کړې:« موږ سرچینې لرو؛ خو په واک کې مو نه دي، همدا لامل دی چې پښتانه دلته او هلته په پنجاب، کراچۍ او ټوله نړۍ کې د پردیو په لمسون ژوند تېروي.»