فضل محمود فضلي: ځینې وطنداران د پښتنو له قومي جرګې غیر واقعي او له مبالغې ډک توقعات لري
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي وايي، چې یو شمېر پښتانه د پښتنو له قومي جرګې یو لړ غیر واقعي او له مبالغې ډک توقعات لري، چې باید مدیریت شي.
نوموړي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: "په خیبر دره کې د اکټوبر په یوولسمه د پښتنو ستره جرګه د یو مهم تاریخي فرصت تر څنګ په لرو او برو ولسونو کې د ملي بیدارۍ په سلسله کې د عطف نقطه ده".
فضلي زیاته کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) په تېرو اوو کلونو کې لوی پرمختګ کړی، خو له دغه غورځنګ څخه باید توقعات تر ډېره واقعي بڼه ولري.
نوموړی زیاتوي: "موږ باید درک کړو چې په جرګه کې به د بېلابېلو اقشارو او افکارو لرونکې نورې پښتنې ډلې هم ګډون وکړي، چې له پي ټي ایم سره تړاو نه لري. د دوی د قناعت ترلاسه کول او په یوه اجماع کې یو ځای کول به اسانه کار نه وي. خو که پي ټي ایم وتوانېږي چې خپل هغه اصلي روایت، چې په تېرو اوو کلونو کې یې په دوامداره توګه وړاندې کړی، یعنې (د ترهګرۍ تر شا د پاکستان پوځ دی) د جرګې په ټولو ګډونوالو ومني؛ نو دا به د غورځنګ او د جرګې یوه مهمه لاسته راوړنه وي."
فضلي وايي، چې که ولسي اجماع دې پایلې ته ورسېږي، چې مذهبي افراطیت او ترهګري "د ښکېلاک د لاس الې" او په سیمه کې د بې ثباتۍ اصلي عوامل دي؛ نو دا به د ولس د ويښتابه یو داسې زېری او پرمختګ وي، چې په راتلونکي کې به د نورو توقعاتو لکه په خپله خاوره او وسایلو د خپل اختیار لرلو د پوره کولو لپاره یو قوي بنسټ کېږدي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالیت ممنوع اعلان کړ او ویې ویل، چې یاد غورځنګ د پاکستان سولې او امنیت ته ګواښ دی.