علي امین ګنډاپور: په صوبه کې ټولې ستونزې او کشالې باید د خبرو اترو له لارې هوارې شي

د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور دغه څرګندونې هغې غونډې ته کړې، چې نن د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي، د سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو د خیبر پښتونخوا د صوبایي اسمبلۍ او د پارلمان استازو په کې برخه لرله.

ښاغلي ګنډاپور وویل، چې له سیاسي تړاوونو پرته د خیبر پښتونخوا په ټوله صوبه کې د سراسري امن او د سولې د پایښت لپاره په دغې غونډه کې راټول شوي دي.

هغه وویل، د دغې صوبې د ټولو وګړو د سر او مال ساتنه یې مسوولیت دی او په دې اړه به هلې ځلې کوي.
علي امین ګنډاپور که څه هم چې په خپله وینا کې د اکتوبر د ۱۱مې نېټې د پښتون عدالت جوړېدونکې جرګې ته اشاره نه ده کړې؛ خو دا یې وویل چې هره ستونزه د جګړې او تاوتریخوالي له لارې نه، بلکې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.
نوموړي هیله‌مندي وښوده، چې د دغې ناستې له لارې به د ستونزې د سوله‌ییز حل لپاره لاره پیدا شي.
هغه زیاته کړه، هره ستونزه د جګړې او تاوتریخوالي له لارې نه؛ بلکې د خبرو اترو له لارې حل کېدای شي.
په غونډه کې د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کونډي هم خبرې کړې او په صوبه کې یې د امن او سوکالۍ راوستو لپاره ژمنې تازه کړې دي.
نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې ویلي:« موږ باید ټول په دې قانع کړو، چې خبرو اترو ته غاړه کېږدي، له هغو سره باید خبرې وشي چې د دې هېواد اساسي قانون مني او د خلکو غوښتنې د مرکزي حکومت سره شریکې شي او حل لارې ورته ولټول شي.»
که څه هم چې لا هم غونډه روانه ده؛ خو تر دې مهاله دغو دوو کسانو خپلې ویناوې اورولې او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي تر دې دمه وینا نه ده کړې.
په پام کې ده، چې د ښاغلي نقوي تر څنګ د دغې ناستې نور ګډونوال هم خپلې ویناوې واوروي او دا چې د دوی وروستۍ پرېکړه به څه وي، تر اوسه یې په اړه کره مالومات نه شته.

خو داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت هم اړ شوی، چې د پښتنو د قومي جرګې له مشرانو سره خبرو اترو ته غاړه کېږدي او راپورته شوې لانجه د خبرو اترو له لارې هواره کړي.