د پښتون قومي جرګې پرېکړه: د پاکستان پوځ او طالبان دې دوو میاشتو کې د پښتنو له سیمې ووځي
پښتون قومي جرګې په خپل پرېکړه لیک کې اعلان وکړ، چې د پاکستان پوځ او وسله والې ډلې دې په دوه میاشتو کې د پښتنو له خاورې ووځي.
منظور پشتین ددغه پرېکړه لیک د اعلان پر مهال وویل، چې د جرګې د پریکړه لیک له مخې که دغه ځواکونه ونه وځي، جرګه به په دې غور کوي، چې څنګه دغه جګړه غوښتونکي ځواکونه له خپلې خاورې وباسي.
د جرګې د پریکړه لیک له مخې، پر ډیورنډ کرښه به د دواړو خواوو ولسونه له پاسپورټ او ویزې پرته د پخوا په څېر تګ او راتګ کوي.
د پریکړه لیک له مخې، جرګې پریکړه کړې، چې د پښتونخوا ولسونه به د برېښنا في کیلو واټ لګښت په بدل کې یوازې پنځه پاکستانۍ روپۍ بیه ور کوي.
د خبر د نورو جزئیاتو لپاره له افغانستان انټرنېشنل سره پاتې شئ.