د پښتنو قامي جرګه: د ښځو غږ به د ازادۍ او بدلون د لارې مهمه برخه وي

د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو قامي جرګه وایي، چې د ښځو غږ به د ازادۍ او بدلون د لارې مهمه برخه وي. د دغې جرګې په رسمي اېکس پاڼه کې یوه ویډیو خپره شوي، چې ښيي ډېر شمېر مېرمنو هم په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

د پښتنو قامي جرګې په یو پیغام کې ویلي، چې د پښتنو په جرګه کې د ښځو ګډون د یو نوي دور پیل دی.
دغه جرګه وايي: «زموږ مېندې او خوندې به د حق او عدالت لپاره د یووالي په دې مبارزه کې له موږ سره اوږه په اوږه ولاړې وي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر بیا له یادو مېرمنو سره په کتنه کې د پښتنو په قامي جرګه کې د ښځو ګډون مهم بللی او هر کلی یې کړی دی.
ټاکل شوې وه، چې نن سهار د پښتنو قومي جرګه د زرګونو پښتنو په ګډون سره په خیبرپښتونخوا کې پیل شي، خو د ځينو ستونزو له امله دا جرګه ځنډیدلې ده.
سره له دې چې له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان فډرالي حکومت هڅه کوله، چې د دې جرګې د جوړېدو مخه ونیسي، خو د معترضینو له سختو مبارزو او د پاکستان له حکومت سره د پښتونخوا د مشرانو، صوبایي چارواکو او د سیاسي ګوندونو د استازو ترمنځ له خبرو اترو وروسته حکومت ددې جرګې له ترسره کېدو سره موافقه ورکړه.