اېکسپریس ټریبیون: د خیبر جرګه یو مثبت ګام دی او دغه جرګه سیاسي خبرو اترو ته لاره هواروي

د پاکستان اېکسپریس ټریبیون وايي، خیبر کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د درې ورځنۍ جرګې ترسره کېدل باید پر نیک پال ونیول شي. ورځپاڼه وايي، دا د حکومت او غورځنګ تر منځ د خبرو اترو ښکارندويي کوي او په سیاسي ډګر کې خبرو ته لاره هواروي.

دغې پاکستاني رسنۍ په خپل وروستي راپور کې لیکلي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستاني حکومت د جوړښت پر وړاندې خپل دریځ څرګند کړ او له ټولو ناخوالو سره سره یې یوه لویه غونډه ترسره کړه.

په خیبر کې د پښتنو د قومي جرګې په اړه دغې رسنۍ په خپل راپور کې لیکلي، چې د حکومت او پښتون ژغورنې غورځنګ ترمنځ د وروستۍ دقیقې کړکیچ او په وروستیو کې پرې لګول شوي بندیز لرې کول او د حکومتي استازو، د خیبر پښتونخوا والي، سر وزیر او د صوبي د کورنیو چارو وزیر په جرګه کې راڅرګندیدلو سره په جرګه کې د دولت ضد احساستو په نرمولو کې تر ډیره بریده مرسته وکړه.

په دغه راپور کې لیکل شوي، چې په جرګه کې د افغانستان مسلې ته هم اشاره شوې، راپور زیاتوي: «په افغانستان کې د نظام بدلون او د ترهګرۍ په وړاندې جګړې د سیمې او د هغوی سیاست زیانمن کړی او د دې لپاره یوه سیاسي حل لاره لټول په کار ده.»

د راپور له مخې، د یاد تړون له امله پر پي ټي ایم باندې هیڅ ډول بندیز ونه لګول شو، او د یاد غورځنګ پلویان په ازاد ډول د جرګې تر ځایه ځانونه ورسول.

ټریبیون په خپل راپور کې د پوښتنې په شکل لیکلي، چې د حکومت نورو مخالفو ګوندونو په ځانګړې توګه د تحریک انصاف ګوند سره ولې له دې تاکتیک څخه استفاده نه کیږي؟

په راپور کې لیکل شوي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ او حکومت تر منځ همکاري او مخالفت له منځه وړل باید د پاکستان اساسي قانون په چوکاټ کې حل شي.

دغې رسنۍ لیکلي، چې دا اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ مسوولیت لري، چې خبرې نورې هم مخته یوسي او د اساسي قانون له مخې د خبرو اترو په حل باور ولري او نور د جیو پولیټیک کارټ له کارولو څخه ډډه وکړي.