منظور پښتین: د پښتنو جرګه د پښتنو په خاوره کې د وینو بهېدو د مخنیوي لپاره جوړېږي
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، د پښتنو د عدالت جرګې د رابللو موخه دا ده چې نور پر دغې خاورې د وینو تویېدلو بهیر ودرول شي.
ښاغلي پښتین چې د خیبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل:« د پښتون قوم ګڼ داسې کسان په تېرو څو لسیزو کې وژل شوي، چې پښتنو حساب پرې کاوه. په دوی کې له خبریالانو راواخله بیا تر وکیلانو، ډاکترانو، زدهکوونکو، قومي مخورو، د سیاسي ګوندونو غړو او مشرانو به ګدون ګڼ خلک ووژل شول. همدغه تېره ورځ په خیبر پشتونخوا کې د پښتون ژغورنې څلور تنه ملاتړي ووژل شول، موږ د یو کس وینه هم چا ته نه بخښو.»
نوموړي زیاته کړه:« موږ د همدې مقصد لپاره جرګه رابللې ده، چې په خپلو کې سره سلا مشورې وکړو چې څنګه له دغه ناورینه راوتلای شو.»