پښتون سیاستوال مشتاق احمد: ټول پښتانه د عدالت قامي جرګې خیبر ته راشئ

پښتون سياستوال او د خیبر پښتونخوا سناتور مشتاق احمد خان په ټولو پښتنو او په ځانګړي ډول پر اپريديو غږ کړی چې د پښتنو قامي عدالت جرګه کې د منظور پښتين ملاتړ ته راشي. هغه وايي، پښتانه چې یو ځل هوډ وکړي بیا له خپل هوډه نه په شا کیږي.

هغه وايي، که د دغې جرګې هر یو کس او یا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ته څوک زیان واړوي، نو پنځه ادرسونه یې مسوول دي: «لومړی د خیبرپښتونخوا سر وزیر، دویم د پېښور والي، دریم د پاکستان لومړی وزیر، څلور د پاکستان ولسمشر او پنځم د راولپنډۍ جنرلان.»

په پام کې چې په ۱۱م اکټوبر د پښتنو قومي عدالت جرګه په خیبر کې جوړه شي، او ټول پښتانه په کې د خپل تېر حساب وغواړي او د روښانه راتلوونکي پرېکړه وکړي.

د پاکستان فډرالي حکومت له دې امله تېره ورځ پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګاوه او د دوی هڅې یې د دغه هیواد سولې او ټيکاو ته زیان وبللې.