د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی: په هر حال د پښتنو قومي جرګه کوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ شورا غړي عبدالصمد خان تېره شپه ناوخته په خیبر کې د جرګې ګډونوالو ته په وینا کې ویلي، چې دوی به په هر حال د پښتنو قومي جرګه کوي.

نوموړي ویلي، چې د پښتنو قومي جرګه یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ اړوند نه ده او د هرې سیاسي ډلې غړي، قومي مشران او ځوانان به پکې ګډون وکړي.

عبدالصمد خان زیاتوي، چې د جرګې په لومړۍ ورځ به په یو لوی سکرین پښتنو ته ور پېښ ګواښونه او ستونزې تشریح شي او په دویمه ورځ به اتیا کمېټې وټاکل شي، چې د پښتنو ستونزې او مشکلات به بحث کړي.

نوموړی وايي، چې د جرګې په درېیمه ورځ به دوی د جرګې پرېکړه اعلانیږي او دا پرېکړه به ټولو پښتنو ته د منلو وړ وي.

تازه د پاکستان حکومت په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیت بندیز ولګاوه او یاد غورځنګ یې د پاکستان امنیت او سولې ته ګواښ وباله.

د پاکستان دغه بندیز ته د ګڼو قامپالو سیاستوالو په ګډون د پښتون ژغورنې غورځنګ ګڼو غړو غبرګون ښودلی او دا پرېکړه یې د جبر د تداوم په معنا بللې ده.