افتخار حسين حکومت ته: که پرېکړه وکړو، چې پاسپورټ او شناختي کارت نه غواړو تاسو به څه وکړئ؟
د پښتونخوا لپاره د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر میا افتخار حسین د پاکستان حکومت ته وایي:« تاسو د پاسپورټونو د بندولو خبره کوئ، که سبا ورځ موږ پرېکړه وکړو چې پاسپورټ او شناختي کارت ته اړتیا نه لرو؛ نو تاسو به څه کوئ؟»
هغه وایي، که دوی دغه پرېکړه وکړي؛ نو د پاکستان حکومت به کومه لاره غوره کړي؟
د پښتنو قومي جرګې په پاڼه د ښاغلي حسین د وینا یوه برخه په خپره شوې ویډیو کې راغلې چې ویلي یې دي، د پاکستان حکومت فکر کاوه چې پښتانه به ووېرېږي او جرګه به تر سره نه شي؛ خو اوس د حکومت عقل کار وکړ او اوس به په درېیو ورځو کې په امن سره جرګه ترسره کېږي.
نوموړي دغه څرګندونې تېره شپه د پښتنو قومي جرګې برخهوالو ته د خپلې وینا پرمهال کړې وې.