سرچینې: خیبر کې د جرګې پر خیمې تر برید وروسته په جوماتونو کې د ډله ییزو راوتو اعلانونه شوي

ځايي سرچینې وايي، د شپې په وروستیو کې د پښتنو قومي جرګې پر خیمې د پاکستاني ځواکونو تر برید وروسته د سیمې په جوماتونو کې له خلکو غوښتل شوي چې د جرګې د ملاتړ لپاره په ډله ییز ډول راووځي.

تر دې وړاندې منظور پښتین په خپله اېکس پاڼه لیکلي و، چې پاکستاني ځواکونو د پښتنو قومي جرګې پر میدان پراخ برید کړی او د ډزو تر څنګ یې اوښلن ګاز هم شیندلی.

تر اوسه پورې د ځاني زیانونو په اړه معلومات نه شته خو ويل کیږي چې پاکستاني ځواکونو د جرګې سیمه په لویو ماشینونو ویجاړه کړې او کندې یې په کې باسلې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د شپې ناوخته په ایکس پاڼه خبرداری ورکړی و، چې پاکستاني عسکر پلان لري چې د جرګې پر خیمه بیا برید وکړي.

د دغه غورځنګ یوه غړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې لا هم پاکستاني ځواکونو سیمه نیولې او ویجاړۍ روانې دي.

د خیبر له جوماتونو په اعلانونو کې له خلکو غوښتل شوي چې د پښتنو قومي جرګې د ملاتړ لپاره له خپلو کورونو بهر راووځي.