په فرانکفورټ کې د پي ټي ايم غړو او افغانانو د پښتنو قامي جرګې په ملاتړ لاريون وکړ

د جرمني په فرانکفورټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې د یو شمېر افغانانو په ملتيا په خيبر کې د پښتنو د قامي جرګې په ملاتړ لاريون وکړ او دا يې د ستونزو د حل يوازنۍ لار وبلله. لاريون والو په سيمه کې پر پښتنو د ظلم، د پاکستان د حکومت څخه د حق اخيستلو او جرګې په ملاتړ شعارونه ورکول.

د جرمني په فرانکفورټ ښار کې د شنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او افغانانو لومړۍ د شپږو مېرمنو له لوري د دې غورځنګ د مخکښ وژل شوي غړي ګیله من وزير غیابي جنازه وکړه او وروسته یې د قومي جرګې په ملاتړ شعارونه ورکړل.

ویناوالو په پاکستان کې پر پښتنو د ظلمونو، خپلسرو نيونو، زورونو او د طبعي زيرمو د غصب، نورو ستونزو او حل لارو اړوند ويناوي وکړې.

دوی په خيبر کې د پښتنو د عدالت غوښتنې قامي جرګه د پښتنو د ستونزو اساسي حل لاره وبلله او هيله وښوده، چې پرېکړې به یې پر سيمه مثبت اغيز وکړي.

د دوی په خبره، چې د جرګې پرېکړې کولی شي پښتون قوم له کړاوه خلاص کړي.

په خیبر کې د پښتونو د عدالت غوښتنې قومي جرګه نن د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په وينا پیل شوه.

په جرګه کې لسګونه زره کسان د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په مشرۍ سره راټول شوي دي.

د پښتنو قامي جرګې یا عدالت کډونوال له پښتونخوا، سویلي پښتونخوا، کراچۍ او د پاکستان له نورو سیمو څخه په لویو کاروانونو کې د جرګې ځای ته رسېدلي دي.