د «اکثریت» په نوم یوه سیاسي او فکري بهیر په خیبر کې د پښتنو له قومي جرګې ملاتړ وکړ
د افغان ځوانانو یوه سیاسي او فکري بهیر چې د «اکثریت» په نوم په یوه ټولګه کې راټول دي وايي، دوی د پښتنو له قومي ي جرګې ملاتړ کوي او په دې برخه کې ورسره هر ډول مرستې او همکارۍ ته چمتو دي. دغه بهیر په ایکس پاڼه د پښتنو له قومجرګې ملاتړ اعلان کړی.
د «اکثریت» په نوم یوه سیاسي او فکري بهیر نن سې شنبه د (تلې ۱۷مه) په ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د پښتنو له قومي جرګې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې دوی له دغې جرګې کلک ملاتړ کوي او په دې برخه کې له هغوی سره هر ډول مرسته او همکاري کوي.
دغه سیاسي او فکري بهیر د خپل رسمي ادرس په اړه څه نه دي ویلي، خو وايي چې، «اکثریت» د ملي او ډموکراټیکو افکارو لرونکو ملتپالو افغانانو له لوري په مخ وړل کیږي.
دغه سیاسي بهیر د خبرپاڼې په یوه برخه کې لیکي: «زموږ په باور دغه جرګه د پښتنو په تاریخ کې یوه له مهمو پېښو څخه ده چې په سیمه کې او په ځانګړي ډول د پښتنو پر خاوره د سترو قدرتونو په لاس رامنځته شويو جنګونو پر ضد غږ پورته کوي. دغه جرګه د پښتنو د سیاسي شعور د ویښتابه څرګنده نښه ده چې د روان کړکېچ څرنګوالی پېژني او د هغې لپاره حل لارې لټوي.»
د «اکثریت» په نوم دغه سیاسي او فکري بهیر د پاکستان د حکومت وروستی هغه ګام غندلی چې د پښتون ژغورنې پر غورځنګ یې بندیز لګولی دی: «د جرګې په رانږدې کېدو د پاکستان د حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ غیر قانوني اعلانول زموږ لپاره د حیرانتیا وړ خبره نده، بلکې دا د پاکستان له خوا په رسمي ډول د هغه حقیقت منل دي چې دوی د پښتنو د مترقي سازمانونو سره ژوره کرکه او دښمني لري. له بله پلوه دا د پاکستاني پوځ مخ پر زوال حالت ښيي چې مراندې یې سستې دي او له یوه سولهییز خوځښت څخه دومره شدیده وېره لري.»
دا مهال د خیبرپښتونخوا د خیبر په جمرود سیمه کې سلګونه پښتانه ځوانان د کېدونکي قومي جرګې په خیمه کې راټول او د را روانې جرګې لپاره په بېلابېلو برخو کې چمتوالي نیسي.