زکیم وزیر:موږ ځکه ترهګر يو چې د ظالم خلاف ولاړ يو

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی زکیم خان وزیر پر پي ټي اېم د پاکستان حکومت د بندیزونو غبرګون کې وایي، چې د سوله یيزې مبارزې مخنيوی ترهګري ده. نوموړی وایي، "زموږ حوصلې ورځ تربلې لا لوړيږي، موږ که په هر نوم بدنام هم شو بيا به هم د خپل ولس لپاره په جار د حق ناره کوو".

هغه پر ټولو پښتنو او سياسيونو غږ کړی چې له دې فرصت نه ګټه واخلي او خپل ولس له ظلم او جبر وژغوري.
نوموړي د جرګې مخالفت بې ننګي ګڼلې ده.