منظور پښتین: که د نړۍ ټول قوتونه راته یو شي بیا هم جرګه کوو

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قومي جرګې پر تنظیم کوونکو له برید وروسته په خپل ویډیويي پیغام کې وویل، چې د جرګې له جوړولو نه پرشا کیږي.

منظور پښتین وايي، دا د پښتنو جرګه ده او هیڅوک د جرګې مالک نه دی.

هغه په خپل پیغام کې وویل: « موږ سرونه ورکوو، پر میدان ولاړ یو، اوس پښتنو ته وایم، د ټولو سیاسي ګوندونو او مسلکونو څښتنانو ته وایم، چې که نن مو تکلیف ونه کړ، ټول عمر به سرټیټي او په تکلیف کې وئ او د راتلونکي نسل د برباد ژوند مسوولان به هم تاسې وئ».

د پښتونخوا یو شمېر سیاسي ګوندونو د جرګې ملاتړ کړی او د پي ټي اېم پر غړو، چې د جرګې د چارو په تنظیمولو بوخت و، برید یې غندلی دی.

پشتین د خیبر جرګه د ټول پښتون د عزت سوال وباله او ویې ویل چې که د نړۍ ټول قوتونه سره یوځای شي د اکتوبر پر ۱۱مه به جرګه کوي.

پښتین وايي، دی د جرګې لپاره خپله اجنډا نه لري، بلکې د پښتنو د وطن لپاره جرګه کوي او نور څوک ددې خاورې د خلکو په وینواو شتمنیو سوداګرۍ ته نه پرېږدي. هغه زیاته کړه، چې « موږ هیڅکله نه پرشا کېږو، کلک ورته دریږو، سرونه مو دې لاړ شي، خو ټیټوو یې نه، ناکامي مو قبوله ده، خو غلامي نه قبلوو».

هغه د پاکستان پوځ او ادارې مخاطبې کړې، چې د نړۍ هر ځواک ته سر ټیټوي، خو د پښتنو خلاف له وسلو، الوتکو او هرڅه کار اخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، چې « دې جرګې ته د ټولو سیاسي ګوندونو مشران، قومي مشران او د ټولنې د هرې طبقې استازي راغوښتل شوي، موږ اجنډا نه ورکوو، یوازې د وطن د غمیزې ثبوتونه جرګې ته ورکوو».

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د چارشنبې په ورځ په خیبر ولسوالۍ کې د پاکستان امنیتي ځواکونو بریدونه وکړل او د پښتون ژغورنې غورځنګ درې تنه غړي یې ووژل او تر لسو ډېر نور یې ټپیان کړل.

ددې جرګې تنظیموونکي وايي، چې دې جرګې ته یې له بېلابېلو سیمو نه درې زره تنه راغوښتي دي.