پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند یو پلاوی د جرګې د تېرې ورځې د ټپیانو پوښتنې ته ورغلی
پيښور کې د عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا د مشر ميا افتخار حسين په مشرۍ یو پلاوی د خیبر جرګې د تېرې ورځې د ټپيانو پوښتنې ته ورغلی او هغوی ته یې ډاډ ورکړی. هغه پر ولسي خلکو د پاکستان حکومت برید غندلی دی.
پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین د دغه ګوند د یوه پلاوي په مشرۍ تېره شپه چهار شنبه پېښور کې هغه روغتون ته تللی چې د خیبر جرګې د تېرې ورځې ژوبل کسان په کې بستر و.
هغه د ټپیانو د پوښتنې تر څنګ هغوی ته ډاډ ورکړی چې د دوی وينې به رنګ راوړي.
خیبر کې د جرګې پر میدان تېره ورځ د پاکستان پولیسو له خوا د څلورو تنو د وژل کېدو او د شاوخوا ۱۵ تنو د ژوبلېدو خبرونه ورکړل شوي وو.