زاخېلوال: هیله ده، چې ددغې تاریخي ناستې پرېکړې به د پښتنو د اوږدې مودې کړاونه پای ته ورسوي

د مالیې پخواني وزیر عمر زاخېلوال هیله مندي ښودلې، چې د پښتنو جرګه به د لرو پښتنو مشرانو او ځوانانو په یووالي او همغږۍ په خپلو سپېڅلو موخو کې بریالۍ او پرېکړې به یې د پښتنو د اوږدې مودې کړاونه پای ته ورسوي.

نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي، دخیبر په تاریخي دره کې د لرو پښتنو دودیزه لویه جرګه چې له بې سارو ګواښونو وروسته مالومه شوه چې داعلان شوې نیټې اوساعت سره سمه به نن له غرمې وروسته پیلیږي.
هغه لیکلي:« دغه جرګه دې د پښتون ژغورنې غورځنګ نومیالي مشر ښاغلي منظور پښتین او د هغوی ملګرو ته د لا ډېرو نورو سرلوړیو سره مبارکه او نېکمرغه وي.»