منظور پښتین: جرګه کې که د چا د غرقولو پرېکړه کیږي یا ابادولو زه ورسره ولاړ یم
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتون قومي جرګې په میدان کې د خپلو څلورو وژل شویو پلویانو د جنازې په مراسمو کې په غیر مستقیم ډول د پاکستان پوځ او امنیتي ادارو ته په اشارې سره وویل: «د اختر د پسه په څېر چاړه په اوبو کې ویني».
پښتین چې د جرګې په سیمه کې یې استوګنه غوره کړې، ژمنه وکړه چې د پښتون قومي جرګې له هرې پرېکړې سره ولاړ دی. هغه وویل: « د دغه ملت هره پریکړه، که څوک خوشالیږي که خپه کیږي، که د چا د غرقولو یا ابادولو وي، زه به جرګه کې په همغه پریکړه ورسره ولاړ یم».
په سیمه کې د افغانستان انټرنېشنل خبریال وايي، چې له بندیزونو سربیره، د جرګې ډګر ته له بېلابېلو سیمو نه قومي مشران، د سیاسي ګوندونو استازي او خلک را رسېدلي دي.
منظور پښتین د پاکستان واکمنې ادارې مخاطبې کړې، چې د پښتنو حساب کتاب به ورته ګران پریوځي. هغه وویل: « د پښتنو حساب کتاب اسانه نه دی، له ورور سره هم اسانه حساب نه کوي، په تاریخ کې پښتانه چاته حساب او کتاب نه پریږدي».
پښتین وايي، چې جرګې ته یې پر پښتنو د شل کلنې تحمیلي جګړې ثبوتونه راوړي او دې جرګې ته د هرې طبقې خلک را بلل شوي، له همدې امله له دوی [ پوځ او امنیتي ادارې] سره ویره پیدا شوې ده.
هغه د جنازې له لمانخه وړاندې په خپلو خبرو کې وویل: « موږ چې کله ټولو سیاسي ګوندونو او د بېلابېلو طبقو خلکو ته ورغلو، دښمن وپوهېده چې پښتانه په رښتیا را غونډيږي او ټول پښتانه ورسره ولاړ دي، نو وویریدل چې که پښتانه سره راټول شي، بیا یې پر سر سوداګري نه شي کولای».
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د جرګې ځای پرون عام میدان و، خو نن د پښتنو د جرګې میدان دی او ځوانانو پرې وینې او سرښندنې ور کړې او د دې سرښندنو پیغام هم دا دی، چې جرګه ترسره شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ داسې مهال د سبانۍ پښتون قومي جرګې لپاره تیاری نیسي، چې د پاکستان مرکزي حکومت دغه غورځنګ ممنوع اعلان کړی او ایالتي حکومت د جرګې سیمې ته ټولې تللې لارې تړلې او پر غونډو او له پنځو تنو د ډېرو کسانو پر راټولېدو یې بندیز لګولی دی.