د بښنې نړيوال سازمان: پاکستان دې سملاسي له پښتون ژغورنې غورځنګ بنديزونه لرې کړي
د بښنې نړيوال سازمان د سويلي اسيا لپاره د سيمه ييزې ادارې مرستيال له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې له پښتون ژغورنې غورځنګ سملاسي بنديزونه لرې کړي.
بابو رام پنټ پر غورځنګ د پاکستان بنديزونه د سوله ييز لاريونوالو په نښه کولو لپاره د ترهګرۍ ضد قوانينو کارول د غونډو پر ازادۍ او پر انساني حقونو تیری بللی دی.
د دې سازمان د سويلي اسيا لپاره د سيمه ييزې ادارې مرستيال بابو رام پنټ ويلي پاکستان د لږکیو توکمونو د سوله ییزو هڅو په مقابل کې ترهګرۍ د قانون په پلي کولو او غيري قانوني کاروني سره په جبري ډول هڅه کوي، چې د رسنیو له لارې بندیزونه زيات کړي او د دا ډول وروسته پاته سيمو د حرکتونو او لاريونونو مخه ونيسي.
نوموړی پښتون ژغورنې غورځنګ د بشري حقونو په پام کې نيولو سره يو سوله ييز غورځنګ بولي او زياتوي، چې له ډېرې مودې راهیسې دا غورځنګیان د پاکستاني چارواکو له خوا ځورول کيږي.
بابو رام پنټ د پاکستان له حکومت غوښتنه وکړه، چې پر سوله ييزو لاريونو، غونډو او حرکتونو بنديزونو ته د پای ټکی کيږدي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په داسې وخت کې پر دغه غورځنګ بندیز لګولی، چې ټاکل شوې د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر ولسوالۍ کې د پښتون قامي جرګې کوربه توب وکړي.
د دې جرګې ویاند افغانستان انټرنېشنال ته وویل چې په جرګه کې ېې د ګډون لپاره شاوخوا دېرش زره کسانو ته یې بلنلیکونه استولي دي.
څو ورځي وړاندي د بښنې نړیوال سازمان په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د مخابراتي شبکو پر فعالیت بندیز او د تحریک انصاف ډلې د مظاهرو د مخنیوي لپاره د سړکونو بندول هم غندلي وه.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه ليکلي وه:« په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د مخابراتي شبکو او انټرنېټ بندول د بیان ازادۍ، معلوماتو ته د لاسرسي حق او د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.»