د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګه به په راتلونکو ساعتونو کې خپل کار پیل کړي
د پښتنو د عدالت غوښتنې جرګې سمبالوونکي وايي، د جرګې د پیلېدا لپاره ټولې تابیاوې نیول شوې او ښايي په راتلونکو دوو ساعتونو کې دغه جرګه په رسمي بڼه پيل شي.
تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو لهخوا د خیبر په ریګي للمه کې جرګې ته د چمتووالي پر هڅو او انتظامي چارو د پرله پسې بریدونو، د سامان سوځولو او نورو سامانونو ته د وړلو اجازې نه ورکولو له کبله جرګه پر خپل وخت او ترتیب پيل نه شوه.
په سیمه کې ځايي خبریالان وايي، چې لا هم ډلې، ډلې خلک د جرګې ځای ته ور روان دي او په سیمه کې د پولیسو، پوځ او نورو ادارو ځواکونه نه تر سترګو کېږي او د جرګې د امنیت چارې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو لهخوا پر مخ وړل کېږي.