ایمل ولي خان: عوامي ملي ګوند په پښتون قامي جرګه کې ګډون کوي
د عوامي ملي ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان وایي، پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز د ستونزې حل نه دی، بلکې مسله لا پېچلې کوي. نوموړی وايي، چې ګوند به یې په جرګه کې ګډون کوي.
ایمل ولي خان وایي، حکومت باید د سولې غږونه واوري او د بندیزونو پر ځای د ستونزو حل لاره ومومي.
ایمل زیاته کړې" دا د ریاست دنده ده چې دوی ته غوږ ونیسي او ستونزو ته حل لاره ولټوي، نه دا چې په بندیزونو د ځوانانو او یوه قوم احساسات وننګوي".
ایمل په پښتون قامي جرګه کې د ګډون لپاره خپل ۱۳ کسیز پلاوی اعلان کړی چې د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین به یې مشري کوي.
په پلاوي کې سناتور بازمحمد خان، حسین شاه یوسفزی، شاهي خان شیراني، نثار باز، ګل افضل خان، نثار مومند، شاه حسین شینواری، نثار داوړ، اشرف داوړ، ګل صاحب خان خټک، پیر ذوالفقار، ایاز وزیر شامل دي.
ایمل ولي خان وایي، چېرته چې د پښتنو د حقونو، سرچینو او سرښندنو خبره کیږي، هلته به ددوی ګوند په لومړي کتار کې درېدلی وي.
پښتون قامي جرګه د اکتوبر پر ۱۱ مه نېټه په خیبر ولسوالۍ کې جوړیږي، چې د جرګې د ویاند په وینا، شاوخوا دېرش زره تنه ورته راغوښتل شوي دي.