افراسیاب خټک: د پښتنو کېدونکي قومي جرګه د بې غږه خلکو غږ پورته کوي
پښتون ملتپال سیاستوال او د پاکستان د مشرانو جرګې پخوانی غړی افراسیاب خټک وايي، د پښتنو قومي جرګه د هغو بې غږه خلکو غږ پورته کوي چې تر اوسه پورې «یوازې پرې ظلم شوی او چا یې غږ نه دی اوریدلی.»
هغه وايي، په پاکستان کې ټول سیاسي ګوندونه یوازې د حکومت تګلارې څاري او پلې کوي یې، خو د مظلومو خلکو غږ یې کله هم نه دی پورته کړی.
ښاغلي خټک له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره د خبرو پر مهال ويلي، چې په قبایلي سیمو کې کلونه د ترهګرۍ ضد پوځي عملیاتو په نوم د ولس ژوند تباه شو خو هیچا یې غږ پورته نه کړ، وايي اوس چې «قومي جرګه جوړیږي او د خلکو سره د شوي ظلم او زیاتي پوښتنه او حساب کوي ټول یې مخالف دي.»
هغه وايي، پښتانه به دا جرګه کوي، او د ده په خبره چې څنګه یې پلان کړې هماغسې به یې مخته وړي.
د پاکستان د حکومت له خوا دوه ورځې مخکې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز ولګېدو او حکومت ویلي چې یاد غورځنګ د پاکستان سولې او امن ته ګواښ دی.
دا په داسې حال کې ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ خپله د امن غوښتلو او امن پر ځای کولو په موخه رامنځته شوی او د دې لپاره مبارزه کوي.